د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې د لوړو زدهکړو او اطلاعاتو کلتور وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د ننګرهار ولایت په اړوند موضوعاتو بحث او په تړاو یې لازم تصميمونه ونيول شول.
دغه راز د ننګرهار ولایت اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، ګومارل شویو پلاویو د خپلو ورسپارل شویو فعالیتونو او کړنو په اړه راپورونه هم وړاندې کړل.

