د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، په داسې حال کې چې له پاکستاني اړخ سره په استانبول ښار کې د مذاکراتو درېیم پړاو پيل شوی، متاسفانه نن مازیګر یو ځل بیا په سپين بولدک باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا ډزې پيل شوې او ولسونو ته یې اندېښنې پیدا کړي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت ځواکونو د مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د مذاکراتو په تېره ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د غزېدو او د تېري په نه کېدو هوکړه شوې وه.

