له وروستیو شدیدو زلزلو وروسته چې د هېواد شمال یې ولړزاوه متحده عربي اماراتو د زلزلې قربانیانو ته د بشري مرستو رسولو په موخه یو ځانګړی هوايي پول را منځته کړ.
د اماراتي رسنیو د راپورونو پراساس د دې هېواد له مرستو بار درېیمه الوتکه تېره ورځ افغانستان ته ورسېده.
په راپور کې راغلي چې متحده عربي اماراتو تر دې دمه ۹۰ ټنه بشردوستانه مرستې افغانستان ته لېږلي او ټاکل شوې د هېواد سیمهييزو بازارونو څخه لا ډېرې مرستې زلزله ځپونکو ته چمتو کړي.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي، سرپنا او طبي تجهیزات شامل دي چې څه باندې ۲۰۰ تنه به ورڅخه ګټه پورته کړي.

