ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستاني پلاوي د غیرې مسولانه چلند او د همکارۍ نشتون له امله مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د کوربه‌توب او منځګړیتوب له امله د ترکیې جمهوریت او قطر دولت له وروڼو هېوادونو یوځل بیا مننه کوي.

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان اسلامي امارت استازي د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره استانبول کې دوه ورځې پر له‌پسې (د نومبر ۶مه او ۷مه) په دې هیله ګډون وکړ، چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسوولیت‌پذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي.

 ښاغلي مجاهد زیاته کړې، بدبختانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتووالی ښود.

مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف ګټه واخلي او نه به بل هېواد ته اجازه ورکړي، چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.

د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او د افغانستان اسلامي امارت ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسوولیت او وړتیاوو په حدودو کې به همکاري ورسره کوي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په ټنیګار سره ویلي؛ د افغانستان د ولس او خاورې دفاع د اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تیري پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.