ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فاریاب کې د اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فاریاب ولایت په دولت آباد، شیرین تګاب، ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو کې د څه باندې ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۸ شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ملا محمد یونس اخندزاده وویلي:« موږ کوښښ کوو د خپل شته امکاناتو سره د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پربنسټ پراختیايي پروژې پلي کړو.»

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې یادو شبکو په بشپړېدو سره د یادو شویو ولسوالیو یو زره او ۸۹۶ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر، ملا محمد یونس اخوندزاده، د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریيس، مولوي علاوالدین حق‌پرست،  یو شمېر نورو مسئولینو، علماو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړي وو.