د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم په یوه ناسته کې په کابل کې د مېشتو سفارتونو مسولینو ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د وروستيو مذاکراتو بهير او د افغانستان اسلامي امارت دريځ بيان کړ.
ډاکټر محمد نعیم وويل، د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه، چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې چې غیرې واقعي او غیرې عملي وې.
نوموړي زیاته کړه، پاکستان کې د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کول په دې معنا دي، چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي، چې د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل ولټول شي.
ښاغلي محمد نعيم وویل، د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه ددې لامل شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسیږي.
د ښاغلي نعیم په وینا، اسلامي امارت له منځګړو هېوادونو سره په نږدې اړیکه کې دی او هر کله چې پاکستاني لوري مذاکراتو کې د ښه نیت ښودنه وکړه او په غوښتنو کې یې معقولیت او واقعبیني منځ ته راغله، اسلامي امارت چمتو دی چې د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع حل ته راوګرځي.

