د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.
مولوي امیرخان متقي په دغو ټلیفوني خبرو کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسي، تفاهم او متقابل احترام ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د قزاقستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د اسلامي امارت د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمهییز تفاهم د ملاتړ څرګندونه کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ګاونډیانو او سیمهییزو شریکانو سره د نه مداخلې، متقابل احترام او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي.
همدا راز د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې اسلامي امارت دریځ وستایه او ټینګار یې وکړ چې د سیمې ثبات او سوکالي د ټولو هېوادونو ګډ مسولیت دی، چې باید د متقابل اعتماد، اقتصادي همکارۍ او دوامدار تفاهم له لارې ترلاسه شي.

