د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي دوکتور طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د اسلامي همکارۍ سازمان د سرمنشي مرستیال ژمنه کړې، چې د افغانستان تحصیلي نظام اړتیا وړ برخو کې به له لوړو زدهکړو وزارت سره همکاري وکړي.
دغه راز ښاغلي ندیم د یاد سازمان له چارواکو غوښتي، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو په مرسته د فوق لېسانس برنامو لپاره متخصص استادان افغانستان ته راجلب کړي، د مجهزو لابراتوارونو په تکمیل، د یاد سازمان غړو هېوادونو سره د علمي همکاریو رامنځ ته کولو او زېربنا برخو کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ له فتحې وروسته د افغانستان په پوهنتونونو کې د دوکتورا برنامې له دوو څخه نیږدې ۳۰ ته لوړې شوې او ۱۰۰ ته د ماسټري برنامې رسېدلي دي.

