د امارتي ادارو د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا په موخه، د وزارتونو او خپلواکو ادارو له ویندویانو او د پلان او پالیسۍ له رییسانو سره غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم ویلي، چې د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو، د کره معلوماتو شریکول پر نظام د خلکو باور زیاتوي او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لامل کېږي.
همدا راز د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم دغې ناستې ته په انلاین وینا کې ویلي، چې اسلامي امارت په هره برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو په تړاو کره معلومات باید په مسلکي ډول له رسنیو او ولس سره شریک شي.
ښاغلي مجاهد د امارتي ادارو د نشراتي فعالیتونو پر پیاوړتیا، اطلاع رسونې بهیر پر چټکتیا او د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

