ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان کې د افغانستان شارژدافیر د ترکمنستان له سفیر سره په ګډو همکاریو خبرې کړي

په قزاقستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن په دغه هېواد کې د ترکمنستان له سفیر باتیر رجپوف سره وکتل.

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره، د ګډو پروژو د پراختیا پر فرصتونو خبرې شوې دي.

دغه راز دواړو لورو د اړیکو د لاپیاوړتیا او پراختيا لپاره د ګډو همکاريو پر دوام ټينګار کړی دی.