د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د ترکیې په رسمي بلنه د حلال استانبول نړیوال کنفرانس او نندارتون په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ښاغلي عزیزي یادې غونډې ته په وینا کې؛ د حلالې سوداګرۍ پر پراختیا، د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتی او د سیمې او نړۍ بازارونو کې د افغانستان په رول ټینګار کړی دی.
یاد نندارتون د روانې نومبر له ۲۶مې تر ۲۹مې د نړۍ د شاوخوا ۱۱۰ هېوادونو په ګډون په استانبول کې جوړه شوی دی.
افغان سوداګر او صنعتکاران به هم په یاد نندارتون کې خپل محصولات او د افغانستان صنعتي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي.

