د هرات ولایت مقام د خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد ولایت څخه روسیې، اوزبیکستان او قزاقستان ته د ګازو ټانکرو صادرات پیل شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، تر دې دمه ۱۴ ستر ګاز ټانکرونه روسیې او اوزبیکستان ته صادر شوي او د صادراتو بهیر لا هم دوام لري.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په حاکمېت سره هېواد کې د کارخونو شمېر او تولیدات د پام وړ زیات شوي دي.

