ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د درملو د دوو شرکتو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هوکړه لیک لاسلیک شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په متحده عربي اماراتو کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو د دوو شرکتونو روفي افغانستان نړیوال ګروپ  او د هند زایدوس لایف ساینسر ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د خبرپاڼې پر اساس هندي شرکت به لومړی خپل تولیدي درمل افغانستان ته صادروي او څه موده وروسته به د یاد شرکت څانګه افغانستان ته را انتقالوي او د درملو تولید به پیلوي.