د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په متحده عربي اماراتو کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو د دوو شرکتونو روفي افغانستان نړیوال ګروپ او د هند زایدوس لایف ساینسر ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د خبرپاڼې پر اساس هندي شرکت به لومړی خپل تولیدي درمل افغانستان ته صادروي او څه موده وروسته به د یاد شرکت څانګه افغانستان ته را انتقالوي او د درملو تولید به پیلوي.

