د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب کمېټې سیمهییزې مسولې مېرمن جوهانا د افغاني سري میاشتې ټولنې له عمومي رییس شیخ شهابالدین دلاور سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه بنسټ د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې به افغانانو سره لازیاتې مرستې وکړي.
نوموړې دغه راز ژمنه کړې چې د کونړ زلزلهځپلو لپاره ژمنۍ مرستې برابروي.
ورته مهال، شیخ شهابالدین دلاور ویلي، چې افغاني سره میاشت د هر هغه ګډ پروګرام ملاتړ کوي چې د خلکو د ژوند په ښهوالي کې مرسته وکړي.

