ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له هرات څخه بهرنیو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات درې برابره زیات شوي

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې د هرات ولایت څخه څه‌باندې ۱۹ میلیونه او ۹۷۱ کیلو ګرامه وچه مېوه د نړۍ ۲۰ هېوادونو ته صادره شوې ده.

د دې دفتر په وینا، د دې صادراتو ټول ارزښت څه‌باندې ۵۷ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي چې د تېرو درېیو کلونو د همدې موده په پرتله درې برابره زیاتوالی ښیي.

دغه دفتر زیاته کړې، په دغو صادرو شویو وچو مېوو کې بادام، پسته، وچ انځر، د زردالو کېښته، ممیز، الوبخارا، د پستې مغز، چهارمغز، ممپلي او بریان نخود شامل دي.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر دغه راز ویلي، چې دغه صادرات اترېش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، المان، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوي دي.