د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د درې زره او ۵۰۰ هغو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره کړل، چې د دې ادارې، د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي.
په یادو مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادرې د رهبرۍ پلاوي په ځانګړي ډول مولوي غلام حیدر شهامت نه ستړې کېدونکې هڅې د ستایلو دي، چې د مجاهدینو لپاره یې د اداري او مدیریت په برخه کې زمینه برابره کړې.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي نظام د افغان ولس د نه ستړي کېدونکو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.
ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام مسولین ټول د هېواد د پراختیا او ابادۍ لپاره شپه او ورځ کار کوي او دغه راز له کورنیو رسنیو یې وغوښتل، چې د واقعیتونو منعکس کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د سړکونو او زیربنایي پروژو په اړه ویلي، چې دا مهال په بېلابېلو برخو کې د زیربناوو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر اوسه په علمي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پراخ کارونه شوي او ګڼ شمېر علمي او اقتصادي پروګرامونه او پلانونه لا هم تر کار لاندې دي او دا لړۍ دوام لري.
ښاغلي حنفي د مجاهدینو د فراغت په تړاو ویلي، چې یوازې په مرکزۍ زون کې نږدې (۳۵۰۰) مجاهدین د ادارې او مدیریت له څانګې څخه فارغ شوي دي.
دغه راز نوموړي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له دغه مهم اقدام څخه مننه او قدرداني کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دغو فارغانو شتون به د نظام د لا پیاوړتیا لامل شي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د ځوانانو لپاره د عصري علومو او ټکنالوژۍ د زدهکړو ټول امکانات برابر کړي دي.
همدارنګه د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال مولوي فتحالله منصور ويلي، چې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د زرګونو مجاهدینو فراغت یوه مهمه او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک تل په مبارزه کې بریالي ثابت شوي او اوسنی نظام هم د ملت د ګډو قربانیو محصول دی.
دغه راز ښاغلي منصور د علم زدهکړه پر ټولو فرض بللې او ټینګار یې کړی، چې اوس د هېواد د پرمختګ لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.
ورته مهال د کابل والي ملا امینالله عبید هم په مراسمو کې وینا کړې او ویلي یې دي، چې د مجاهدینو لپاره په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو برابرول د ستاینې وړ اقدام دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک نه یوازې په جګړه، بلکې د علم او پوهې په ټولو ډګرونو کې مخکښ پاتې شوي دي.
ښاغلي عبید ویلي، چې اسلامي نظام د ټولو ګډ نظام دی، نو بايد د هېواد د پرمختګ او د نظام د ساتنې لپاره سره يو موټی شو او ګډ کار وکړو.
همدارنګه په دې مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ويلي، چې اسلامي نظام د قرآن او سنتو پر بنسټ جوړ شوی، نو د اسلامي نظام حاکم د خلکو خدمتګار او د الهي احکامو د پلي کولو مسول دی.
نوموړي د مجاهدینو فراغت د اسلامي امارت لپاره یو ارزښتناک پرمختګ بللی او د فارغانو د لوړو زدهکړو د دوام په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
دغه راز ښاغلي ندیم ويلي، چې دغه مجاهدین کولی شي په همدغې څانګه کې د لېسانس تر کچې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت ويلي، چې د مجاهدینو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرولو موخه د هغو مخلصو او ژمنو کسانو ملاتړ دی، چې د هېواد د اشغال له امله له زدهکړو څخه محروم شوي وو.
نوموړي د لوړو زدهکړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم څخه مننه کړې، چې له فارغانو سره یې د زدهکړو په دوام کې د مرستې او اسانتیاو برابرولو ژمنه وکړه.
همداراز د علومو اکاډمۍ مرستیال مولوي امیرجان ثاقب هم د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د اهمیت یادونه کړې او له فارغانو یې غوښتي، چې د هېواد د خدمت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، دغه مراسم په داسې حال کې ترسره شول، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مجاهدینو د روزنې د ملي طرحې له مخې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین په ټول هېواد کې د اداري او مدیریت له څانګې څخه فارغوي.

