اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.
ورته مهال، د چارو ادارې عمومي ریاست، د بغلان او ننګرهار ولايت مقامونو او همداراز د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي پر موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

