د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې تېره اونۍ ( د ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب له ۳۰مې څخه د قوس تر ۶مې) یې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره او ۳۹۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په دې توکو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸ زره او ۷۲۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰ زره او ۴۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره او ۸۶۷ ټنه او د هرات-خواف له لارې ۱۴ زره او ۳۸۳ ټنه انتقالات شوي، چې نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې ۶۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

