د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغان دارالعلوم او د دارالاحناف د مدرسې له مهتمیمینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغان دارالعلوم مهتمیم مولوي عبدالحي د پخوا په پرتله په دیني مدرسو کې د درس د کیفیت له لوړېدو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هېواد دیني مدرسې په ښو اسانتیاوو سمبال شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په هڅو هر کال، د پوهنتونونو تر څنګ، زرګونه ځوانان له دیني مرکزونو فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي.
همدارنګه د دارالاحناف د مدرسې مهتمیم شیخ عبدالحق د مدرسو د غوره فعالیت لپاره د حکومت ملاتړ ارزښتمن بللی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت اړونده ادارې له ښوونیزو بنسټونو سره د پام وړ همکارۍ او اړیکې لري او ټولې چارې په مسلکي ډول مخکې روانې دي.
دغهراز یادو مهتمیمینو د ځینو اړوندو چارو په اړه خپل وړانديزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر هېواد ته د خدمت په برخه کې د مدرسو او دیني بنسټونو هڅې ستایلې او د دیني مدرسو او نورو ښوونیزو بنسټونو قربانۍ یې د تاریخ مهمه برخه بللې ده.
نوموړي ویلي، چې اسلامي نظام له ټولو ښوونیزو او تحصیلي ادارو څخه ملاتړ کوي.
دغهراز مولوي عبدالکبیر له مدرسو سره همکاري خپل مسوولیت یاد کړی او ډاډ یې څرګند کړی، چې شریکو شویو موضوعاتو ته رسېدنه وشي.

