ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ دوشنبه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو د جوړېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

 له هراړخیز بحث وروسته یاده موضوع د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم  په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د دغه لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې، چې ۱۵ میلیونه افغانۍ به یې په ساختماني چارو او ۲۱۸ میلیونه افغانۍ به یې په پرمختللو او په نوې ټکنالوژۍ سمبال تجهیزاتو ولګول شي.

همداراز په دې غونډه کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.