د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر کندوز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کندوز له والي، یو شمېر نورو سیمهییزو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي صدر د اشغال پرمهال د کندوز ولایت د خلکو د قربانیو په ستاینې سره زیاته کړې، چې د اسلامي امارت کامیابي د مجاهدینو او مسولینو د پاک نیتونو، مشرانو اطاعت، علماوو سره د ښو اړيکو او د ولسونو د باور پایله ده.
دغهراز د کورنیو چارو وزارت مرستیال مسولینو او مجاهدینو ته لارښوونه وکړه، چې په رسمي وخت کې له یونیفورم څخه ګټه پورته کړي او په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر شي.

