الجزیرې خبري شبکې د غزې تړانګې د رسنیو دفتر له قوله ویلي، چې اسرائیلي رژیم په تېرو ۶۰ ورځو کې لږترلږه ۷۳۸ ځله په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند نقض کړی دی.
د یادې شبکې د راپور له مخې حماس ویلي، تر هغه چې اسراییلي رژیم د تړون له سرغړونو لاس وانخلي، د اوربند بهیر پر مخ نه شي تللی.
د حماس یوه چارواکی حسام بدران، له منځګړو غوښتي چې پر اسراییلو فشار زیات کړي، څو خپلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي.
نوموړي ویلي، تر هغې چې اسراییلي اشغالګر پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي او د تړون سرغړونو ته د پای ټکی کېنږدي، د راتلونکي پړاو پيل به ناشونی وي.
د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم له اوربند وروسته په ترسره کړیو بریدونو کې تراوسه لږترلږه ۳۷۷ فلسطینیان شهیدان کړي او ۹۸۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د غزې روغتیا وزارت د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم د نسلوژنې جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راپدېخوا په غزه تړانګه کې ۷۰ زره او ۳۶۶ فلسطینیان شهیدان کړي او له ۱۷۰ زره څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

