ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: د ځانګړو ځواکونو پر وړتیاوو او لاسته راوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د یادو قطعاتو د ولایتي او مرکزي مسوولینو لپاره د ځانګړو عملیاتو، اپراتیفي مهارتونو او ظرفیت لوړونې په موخه د جوړ شوي سمینار د پای غونډه کې ګډون وکړ.

په غونډه کې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو لوی قومندان پاسوال امین‌جان فتح‌الله، ښاغلي وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د ځانګړو قطعاتو د لاسته راوړنو او د سمینار په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ، د مشرانو پاملرنه او د کشرانو اطاعت د دې لامل شوی، چې یاد ځواکونه په امنیتي برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.

دغه‌راز، خلیفه سراج‌الدین حقاني د هېواد په کچه د خوندي او ډاډمن امنیت په برخه کې د ځانګړو ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د ځانګړو ځواکونو پر وړتیاوو او لاسته راوړنو ته نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزیر د ځانګړو قطعاتو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو دندو کې له هېوادوالو سره د چلند پر مهال اخلاص، عاجزي او احتیاط په پام کې ونیسي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسمي او باطني وړتیاوو څخه ګټه واخلي.