ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوست مرستیال والي: قراردادي شرکتونه دې ملي منافعو ته اولیت ورکړي

خوست کې د شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ښار په مختلفو ناحيو کې د سرکونو او لښتيو په پاخه او اساسي ډول جوړولو چاري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د يادو رغنيزو پروژو لګښت د خوست ښاروالۍ رياست د انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي. ‌

د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال ویلي؛ د ښاروالۍ د ۱۴۰۲ مالي کال په پلان کې ۱۲ پروژې د ۱۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت په پام کې نيول شوي، چې د هغې له جملي څخه په لومړۍ ناحیه کې د ۴۸۰ متره په اوږدوالي او په دوهمه او دريېمه ناحيه کې په مجموعې توګه د شپږ زره او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي سره لښتي او سړکونه په پاخه او اساسي ډول د شپږو مياشتو په موده کې جوړېږي.

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت ویلي؛ د تېرو دوو کلونو په جريان کې د اسلامي امارت لخوا د بيارغونې پروژې په لوړ کيفيت سره سرته رسيدلي او وخت پر وخت د ټاکل شوې هيئت لخوا يي څارنه او ارزونه شوې ده.

ښاغلي قانت په قراردادي شرکتونو غږ کړی، چې د پروژو په سرته رسولو کې يې نيت د افغانستان عظيم ملت او وياړلي خاوري ته خدمت کول وي او د خپلو کمو شخصي مفاداتو پر ځای بايد ملي منافعو ته اوليت ورکړی شي.

د خوست اوسيدونکي د يادو پروژو په پیل کیدو خوښي ښودلې او زياتوي چې په تېر کې سړکونه په ښه کیفیت نه وو جوړ شوي او د اسلامي امارت څخه د باکيفيته او د ورته پروژو د پلي کيدلو غوښتنه کوي.