د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له افغان او تاجک پانګوالو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د شته امنیت او د پانګونې د ښو فرصتونو برابرولو له کبله مننه کړې او دغه راز یې د سمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو پانګوالو د لېوالتیا هر کلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د پانګونې په برخه کې به د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کانونو د قانون او کړنلارې اړوند همکاري وکړي.

