ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز په بغلان کې د حضرت زید بن حارثه (رض) د درېیمې لوا څخه لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین «فطرت» د بغلان ولایت د خنجان او بنو اندراب ولسوالیو کې د حضرت زید بن حارثه (رض) له لوا او اړوندو البدر او عمر بن الخطاب کنډکونو څخه لیدنه کړې ده.

لوی درستیز د دې لیدنې پر مهال د یادو کنډکونو ستونزې او مشکلات له نږدې اورېدلي او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې کړې ده.

همدارنګه نوموړي د دفاعي ځواکونو د هڅو قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې دوی د بغلان ولایت د امنیت په ټینګښت او د خلکو په خدمت کې هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولې او ټینګار یې کړی چې له خپلو هېوادوالو سره لا زیاته همکاري وکړي.

په پای کې د یادې لوا قومندان او د کنډکونو مسوولینو ژمنه کړې، چې په هر حالت کې به د رهبرۍ د لارښوونو سره سم د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او سرحداتو څخه په کلکه دفاع او ساتنه کوي.