ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هندي پانګوال افغانستان کې د انساني، زراعتي او حیواني درملو تولید او کان کېندنې برخو کې پانګونه کوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه مفتي عبدالمتین سعید ویلي، اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي او لا هم د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅه کوي.

نوموړي د افغانستان او هند اړیکو ته په اشارې زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې هم د دواړو هېوادونو اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي.

دغه‌راز ښاغلي سعید یادونه کړې، چې د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت څخه راوروسته، په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی، د پانګوالو شتمني او اموال خوندي دي او د پانګونې له پاره اړین فرصتونه برابر شوي دي.

په ورته وخت کې هندي پانګوالو په افغانستان کې د انساني، زراعتي او حیواني درملو د تولید، د کرنې او د معدنیاتو د استخراج په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ د کارونې او په اړوندو برخو کې د افغان کادرونو له پاره د ظرفیت لوړونې اسانتیا د برابرولو په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

همدارنګه هندي پانګوالو یادونه کړې، چې په کابل کې یې د سترګو د درملنې د عصري روغتون د جوړولو په برخه کې پانګونه کړې، چې اوسمهال د یاد روغتون چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او ډېر ژر به د افغان وګړو له پاره په اړونده برخه کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول پیل کړي.