ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان کې د افغانستان او قرغیزستان سفیرانو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړي

پاکستان لپاره د افغانستان سفیر مولوي سردار احمد شکېب یاد هېواد کې د قرغیزستان له سفیر قلیچ بیګ سلطان سره کتلي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، دیني او کلتوري اړیکو په اړه خبرې کړي.

د یاد سفارت په وینا، ښاغلي شکېب ویلي، اسلامي امارت د پامیر په واخان کې د قیرغیزیانو لږکیو د ژوند ښه والي په موخه کوټلي ګامونه اخیستي.

ورته مهال، د قرغیزستان سفیر د یادو اقداماتو د هرکلي تر څنګ ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.