ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د باکیفیته زده‌کړو پراختیا ته ژمن دی

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ابن سینا خصوصي پوهنتون له مسولینو سره وکتل.

ياده ليدنه کې د ابن سینا خصوصي پوهنتون مسولینو له دولتي او خصوصي علمي مرکزونو څخه د اسلامي امارت د مسولینو د ملاتړ هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې د اسلامي امارت مسولین د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د نړیوالو ورځنیو علمي او څیړنیزو معیارونو رعایتول لازم او اړین بولي چې دغه کار په هېواد کې د علومو د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم او رغونکی ګام دی.

ورته مهال، مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې د هېواد پرمختګ او ابادۍ لپاره د پوهنتونونو او علمي مرکزونو رول اړین وباله.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د باکفیته زده کړو او مناسبې تحصیلي فضا رامنځته کولو ته ژمن دی؛ نو له همدې امله ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه او علمي مرکزونه محصلینو ته پر باکیفیته علمي خدماتو وړاندې کولو مکلف دي.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې پوهنتونونه او علمي مرکزونه دې محصلینو ته د ښو او باکفیته علمي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ټاکل شوي معیارونه په پام کې ونیسي.