مالیې وزارت د روان کال د مرغومې میاشتې له ۲۰مې څخه د راتلونکي کال د وري تر ۳۱مې نېټې پورې د شپږو نورو ادارو د ثبت شویو متقاعدینو حقونه ورکوي.
په دغه مهالوېش کې د برېښنا شرکت، د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت عمومي ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ملي راډیو تلویزیون ریاست او د مالیې وزارت د متقاعدینو سربېره د کورنیو چارو وزارت ډګروالان شامل دي.

