ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د وریجو حاصلات ۲ سلنه لوړ شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې او د سټلایټي انځورونو د تفسیر او تعبیر پر مټ ۱۴۰۴ لمريز کال کې په هېواد کې د شولو کرل شوې ساحې تثبیت کړې دي.

د یاد ادارې په وینا، د تثبیت شويو ساحو پر اساس په ټول هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي او د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

ارقام ښيي، چې په روان لمريز کال کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې  په ۱۳۵ زره هکټاره ساحه شولې کرل شوې دي، چې د تېر کال په پرتله د شولو د کښت ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

د يادو شمېرو له مخې کندوز ولایت تر ټولو زیات (۴۱ زره هکټاره)  او سرپل تر ټولو کم (۱۳۸ هکټاره) د وریجو کښت درلود.

له بل لوري، کندوز او تخار ولایتونه هر یو د ۱۱۶ زره مټریک ټنه، بغلان د څه‌باندې ۶۴ زره مټریک ټنه، ننګرهار د څه‌باندې ۴۰ زره مټریک ټنه، بلخ د ۲۴ زره مټریک ټنه او کونړ ولایت د څه‌باندې ۲۳ زره مټریک ټنه وریجو په تولید سره هغه ولایتونه دي، چې په هېواد کې د وریجو ډېر تولید لري.

دا په داسې حال کې ده چې په روان لمريز کال کې د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۲۰ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.

د یادولو ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د وریجو د کرلو له وخته د فصل تر اخیستو سټلایټي انځورونه د جغرافیایي معلوماتو په سېسټم کې تحلیل او تجزیه او ارقام یې وړاندې کوي.