ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی له قومي مشرانو سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علماوو سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دې کتنه کې د پکتیکا قومي مشرانو  یاد ولایت ته د راستانه شویو کډوالو ستونزې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریکې کړې.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، پکتیکا ولایت ته د راستانه شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره به بنسټیز اقدامات وشي.