د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت د هېواد له سیاسي او نظامي چارو شنونکو او د رسنیو له مسولینو او استازو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه وکړه.
وسلهوال پوځ لوی درستیز د رسنیو له استازو مننه وکړه چې د امنیت په تامین کې یې خپل نقش لوبولی او له دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
لوی درستیز زیاته کړې؛ په تېرو څلورو کلونو کې ملي اسلامي اردو ځواکونه په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې چې څوک په افغانستان یو ګذار وکړي سل چنده ځواب به ورکول کیږي.
دغه راز ښاغلي فطرت کارپوهانو او د رسنیو مسولینو ته په خطاب کې ویلي: “موږ او تاسو ددې وطن بچیان یو، یو بل ته باید لاسونه ورکړو او هیواد په ګډه جوړ کړو خپلو ځواکونو ته مرال ورکړو او د وطن په جوړولو کې خولې تویې کړو.”
همدا راز دې غونډه کې د سیاسي او نظامي چارو شنونکو، پخوانیو جنرالانو او د رسنیو استازو خبرې وکړې او اسلامي او ملي ارزښتونو په ساتنه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د یاونې وړ ده، چې یاده ناسته کې د وسلهوال پوځ لوی درستیز سربېره د ملي دفاع وزارت دفتر رییس مولوي خان محمد نصرت، د اپراسیون رییس مولوي نورالرحمن نصرت، د یاد وزارت ګڼ شمېر مسوولینو د هېواد د سیاسي او نظامي چارو شنونکو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

