د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دواړو لورو د دوو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو او حیواني محصولاتو د صادراتو او وارداتو پر څرنګوالي خبرې کړي.
د یاد وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو مسؤلینو د همکارۍ د شرایطو د تنظیم پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د هر هېواد سوداګریزې اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د حاصلاتو په فصل کې به د افغانستان کرنیز محصولات قرغیزستان ته صادرېږي او په بدل کې به د اړتیا وړ توکي له قرغیزستان څخه افغانستان ته واردېږي.
یاده ناسته د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د کرنیز سکتور د پراختیا په موخه ترسره شوه او دواړو لورو د همغږۍ پر دوام او د ګډو پروګرامونو پر تعقیب ټینګار وکړ.

