د فراه، نیمروز، لوګر او غور ولایتونو په شمول روان لمریز کال د هېواد څلورو ولایتونو ښاروالیو د ۳۹۴ میلیونه او ۶۷۸ زره افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړي.
د چارو ادارې عمومي ریاست د شمېرنو له مخې د فراه ښاروالۍ ۲۸ پروژې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کړي چې له ډلې یې ۱۰ پروژې بشپړې، ۱۲ د پلې کېدو په حال کې او ۶ هغه یې د تدارکاتو په پړاو کې قرار لري.
د نیمروز ولایت زرنج ښاروالۍ روان کال ۱۱ پروژې د ۹۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تر کار لاندې وې چې له ډلې یې یوه بشپړه، ۳ د پلې کېدو په حال کې او ۷ پروژې د تدارکاتو په پړاو کې قرار لري.
د لوګر ولایت پل علم ښاروالۍ ۱۰ پروژې د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کړي چې له ډلې یې ۳ بشپړې، دوه د پلې کېدو په حال کې او ۵ هغه یې د تدارکاتو په پړاو کې قرار لري.
د غور ولایت فیروز کوه ښاروالۍ هم ۱۱ پروژې د څه باندې ۳۵ میلیونه او ۶۷۸ زره افغانیو په ارزښت پلې کړي چې د ټولو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

