د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي اشغالګرو په ډزو کې دوه فلسطینیان، چې یو یې ماشوم دی، شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې تېره ورځ خپره شوې، راغلي چې یو ۱۶ کلن هلک د لوېدیځې غاړې په شمال کې د جنین ښار سوېل لوېدیځ ته د قباطیه په ښارګوټي کې د اسراییلي اشغالګرو په ډزو شهید شوی دی.
وزارت زیاته کړې، چې اسراییلي ځواکونو د نوموړي جسد هم له ځان سره وړی دی.
پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو ښيي، چې یاد هلک روان و، خو ناڅاپه د اسراییلي سرتېرو لهخوا تر سختو ډزو لاندې راغی.
د عامې روغتیا وزارت همدارنګه ویلي، چې یو بل ۲۲ کلن فلسطینی هم د جنین لوېدیځ ته د سیله الحارثیه په ښارګوټي کې د اسراییلي اشغالګرو په ډزو شهید شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا، اسراییلي اشغالګرو پر یاد ښارګوټي چاپه وهلې او په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

