د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۸مه) په دمشق کې د دې هېواد نوې کرنسي نندارې ته وړاندې کړه.
د سانا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي الشرع د پولي واحد بدلون د یوې دورې پای او د نوې مرحلې پیل بللی او ویلي یې دي، چې نوي بانکنوټونه به په تدریجي توګه پر ډالرو د تکیې راکمولو لپاره وکارول شي.

