د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت ستردرستیز په توپچې ریاست کې د بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه د (BM-21) چهل میلې دستګاه له یو میاشتني نظري، مسلکي او عملي زده کړو له درېیمې دورې څخه وروسته تېره ورځ د عقیدوي او امربالمعروف چارو رییس مولوي سیداغا “ابومقبول عاکف” د یاد ریاست رییس مولوي رحمت الله “ناظم” مرستیال ملا صدیق الله “مستري” او نورو مسولینو په شتون کې فارغ شول.
مسولینو پخپلو خبرو کې وویل، د کوم هېواد توپچي ځواک چې قوي وي، هېڅ هیواد یې پر حریم تیري کولو ته زړه نه ښه کوي، دا چې نن تاسو کومې زدهکړې وکړې دا ستاسو د لا مسلکيتوب په موخه وې.
دغهراز دوی زیاته کړه، چې خپل د هېواد له سرحداتو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ، خپل مسولیت ته متوجې شئ، د بیت المال ساتنه ستاسو له مسولیتونو څخه دي هغوی ته اولویت ورکړئ او د خپلو امیرانو اطاعت په هر ډول شرعي امورو کې وکړئ.

