د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، تېر کال د اقتصادي کمېسیون په غونډو کې ۱۵ بېلابېلې طرحې تایید شوې دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په تایید شویو طرحو کې لاندې طرحې شاملې دي:
۱ـ په هرات کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه؛
۲ـ د ملي پراختیا تګلارې مسوده؛
۳ـ د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده؛
۴ـ په مهمو اقتصادي برخو کې د ځان بسیاینې پالیسي او طرحه؛
۵ـ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي؛
۶ـ د سړو خونو جوړونکو پانګوالو ته د پینځه کلن مالياتي معافيت ورکړه؛
۷ـ د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده؛
۸ـ د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې طرحې؛
۹ـ د ۲۰.۷میلیارده افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او لېږد پروژو تړونونو لاسلیک؛
۱۰ـ په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړهلیک لاسلیک؛
۱۱ـ له اوزبیکستان سره د ۲۴۳میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا څلورو پروژو تړونونو لاسلیک؛
۱۲ـ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل مېکانیزم لاسلیک؛
۱۳ـ د ۹۴ زره او ۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړهلیک او تړونونو لاسلیک؛
۱۴ـ د نفتي توکو په برخه کې ۵۷سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارو تصویب؛
۱۵ـد جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک؛

