د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي:
د سرپل مخکېنی والي مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د قومندان په توګه.
د پنجشېر فوق العاده لواء مخکېنی مرستیال ملا عتیق ﷲ حبیب؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لومړۍ سرحدي لواء مخکېنی قومندان مولوي عبدالرحمن عمر یاسر؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رییس ارکان په توګه.
د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکېنی رییس ارکان قاري محمد شفیق وثیق؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د رییس ارکان په توګه.
د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د کلیو د پراختیا مخکېنی معین ملا نثار احمد نصرت؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د رییس ارکان په توګه.
د ۲۱۵ العزم قول اردو اوومې سرحدي لواء مخکېنی قومندان ملا بسم ﷲ فرهادي؛ د یادې قول اردو د رییس ارکان په توګه.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو د دویمې پلې لواء مخکېنی قومندان ملا محب ﷲ حکمت؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لومړۍ سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکېنی مرستیال سید عبدالجبار اغا؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو دویمې پلې لواء مخکېنی قومندان ملا عبدالشکور بریالی؛ د ۲۱۵ العزم قول اردو اوومې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو مخکېنی رییس ملا محمد نعیم معتمد؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو دویمې پلې لواء د قومندان په توګه.
د کاپیسا ولایت مخکېنی امنیه قومندان حاجي محمد عثمان ایوبي؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.
د پنجشېر فوق العاده لواء درېیم کنډک مخکېنی قومندان ملا بسم ﷲ کرامت؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې سرحدي لواء مخکېنی قومندان مولوي محمد آصف ذاکر؛ د همدې قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو لومړۍ پلې لواء مخکېنی قومندان قاري عبدالباقي حسن؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو دویمې پلې لواء د قومندان په توګه او د ۲۱۵ العزم قول اردو مخکېنی رییس ارکان ملا نصیب ﷲ زبیر د دفاع وزارت د خدماتو ریاست د رییس په توګه شوی دی.

