د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ تبصرې چې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې یې د افغانستان حکومتي او اجتماعي ساختار په اړه کړي دي، نه یوازې له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې د یو مسول پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ اسلامي امارت دا ډول غیرمسولانه او تحریکوونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو پر حل تمرکز وکړي.
د نوموړي په وینا؛ افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی خپلواک، او باثباته هېواد دی چې د افغانستان په ټوله خاورې کامل حاکمیت لري.
د اسلامي امارت ویاند په صراحت سره ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو نه ده.
اسلامي امارت د پاکستان په اړوندو ادارو غږ کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسولانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.

