د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې په هېواد د حاکم اسلامي نظام تر چتر لاندې تېر کال د افغانستان لپاره د ښه امنیت او اقتصادي ودې له پلوه د تېرو پینځو لسیزو په پرتله بېساری و.
ښاغلي تکل زیاته کړې؛ د ټول هېواد په کچه بشپړ امنیت ټینګ شو، اداري فساد په عملي ډول مهار شو، اقتصادي ثبات رامنځته شو، ملي عواید زیات شول او پر ځانبساینې تمرکز پیاوړی شو، د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر چټک شو او د سیمهییزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو پراختیا ته زمینه برابره شوه.
همدا راز نوموړي لیکلي، اسلامي امارت وتوانېد چې له سیمې او نړۍ سره ډيپلوتیکې اړېکې وغوړوي، په هېواد حاکمیت، ملي ګټې او سیاسي ثبات خوندي کړي او افغانستان د مثبت بدلون پر لور رهبري کړي.

