د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان له نوي والي مولوي عبدالله سرحدي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی د بامیانو مخکېني والي مولوي عبدالله سرحدي، په دې ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو او د جوزجان خلکو ته د خدمت په برخه کې د خپلو پلانونو او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته معلومات ورکړي دي.
مولوي عبدالله سرحدي ویلي، د بامیانو د والي په توګه د خپل خدمت په کلونو کې یې تل کوښښ کړی، چې د یاد ولایت خلکو ته په امنیتي، ټولنیزو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو برخو کې ښه خدمتونه وړاندې کړي او اوس چې د اسلامي امارت د مشرانو او رهبري د لزوم دید له مخې د جوزجان خلکو ته د خدمت لپاره منصوب شوی، د دې ولایت د خلکو د خدماتو لپاره به ډېر کوښښ وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بامیانو د والي په توګه د نوموړي د کړنو او هڅو قدرداني کړی او ویلي یې دي، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسولین خلکو ته د صادقانه خدماتو په موخه ځانونه مسول ګڼي.
نوموړي زیاته کړې، د امنیت ټینګښت، د خلکو ستونزو ته رسېدنه، د وحدت او همدلۍ روحیې پیاوړتیا او د ژوند د بېلابېلو برخو د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه ټینګار کړی، والیان او محلي مسولین مکلف دي، چې له خلکو سره ښه چلند ولري، د هغوی ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هغو د حل کوښښ وکړي.
دغهراز نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي په جوزجان ولایت کې هم د بامیانو په څېر د خدمت کولو په روحیه خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کړي او د دې ولایت د خلکو د هوساینې او ارامۍ د تامین په برخه کې موثر ګامونه واخلي.

