د کابل شنو صنايعو پارک کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا جوړولو پروژې، ۱۲۶ میګاواټه امپیر سب سټیشن او د ۲۲۰ کیلوولټه لیږد مزي د جوړولو چارې نن (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني، صنعتکارانو، سوداګرو او د اسلامي امارت یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر کابل کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره د شنو صنایعو پارک صنعتکارانو د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل کېږي.
ښاغلي عمر زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د برېښنا د تولید، د معیاري شبکو او د ظرفیت لرونکو سبسټیشنونو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس وویل، د برېښنا د تولید تر څنګ، د برېښنا د وېش د معیاري شبکو او معیاري سبسټېشنونو د جوړولو هڅې هم روانې دي.
نوموړي زیاته کړه، د برېښنا د منظم وېش لپاره د شبکو جوړولو لپاره میلیاردونه افغانیو ته اړتیا ده، تر څو خلکو ته په ښه شکل برېښنا ورسیږي.
د برېښنا شرکت د عمومي رییس په وینا، د برېښنا د وېش شبکو په جوړېدلو سره د برېښنا د کمزورۍ او ضایع کېدو ستونزې هم تر ډېره پای ته رسیږي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي وویل، د برېښنا د تولید تر څنګ، د برېښنا د وېش د معیاري شبکو او معیاري سبسټېشنونو د جوړولو هڅې هم روانې دي.
ښاغلي عمر زیاته کړه، د برېښنا د منظم وېش لپاره د شبکو جوړولو لپاره میلیاردونه افغانیو ته اړتیا ده، تر څو خلکو ته په ښه شکل برېښنا ورسیږي.
د برېښنا شرکت د عمومي رییس په وینا، د برېښنا د وېش شبکو په جوړېدلو سره د برېښنا د کمزورۍ او ضایع کېدو ستونزې هم تر ډېره پای ته رسیږي.
همدارنګه د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې سترې پروژې پلي شوې دي.
ښاغلي انور د کابل د شنو صنایعو پارک د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه د جوړولو پروژې د چارو پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د ولسونو ستونزې درک کړي او د افغانستان هر وګړي ته په متوازنه توګه خدمات وړاندې کیږي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د یوه داسې حکومت څښتن شوی چې نورو ته په تمه نه دی او د خپلو مسولیتونو ترسره کول خپل مکلفیت ګڼي.
شیخ نورالحق انور وویل، اسلامي امارت هغه حکومت دی چې د افغانستان په داخل کې د ولسونو له لوري جوړ شوی او د پردیو فرمایش ته پکې ځای نشته او دغه حکومت د هر اړخیزه خپلواکۍ څښتن دی.
د چارو ادارې عمومي رییس دغه راز زیاته کړه، تاریخ شاهد دی، هغو نظامونه په افغانستان کې پایله نه ده ورکړې چې له بهر څخه راغلي وي او یا د پردیو په فرمایش جوړ شوي وي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له ټولو افغان پانګوالو وغوښتل، چې شته فرصتونو څخه په ګټه اخیستنه د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
ښاغلي نعماني زیاته کړه، هېواد کې شته امنیت او ثبات د پانګونې لپاره غوره زمېنه برابره کړې ده.

