د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ یو پلاوی نن (یکشنبه، مرغومي ۲۱) عمان ته روان شو.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې دغه پلاوی به د عمان له اړوندو مسولینو سره په لیدنو کې د علمي همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو او د اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
یاد وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوی به د عمان له مسولینو سره د لیدنې ترڅنګ د یاد هېواد له بېلا بېلو علمي بنسټو څخه هم لیدنې وکړي.

