الجزیرې خبري شبکې د ایران د استخباراتي سازمانونو په حواله راپور ورکړی، چې ایران کې په څو کورونو کې امریکايي وسلې او چاودېدونکي توکي موندل شوي دي.
د راپور پر بنسټ؛ یاد مهمات او وسلې د یوې شبکې د غړو له خوا په بېلابېلو کورونو کې ځای پر ځای شوي وو.
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، داسې بهرني غږونه یې تر لاسه کړي چې لاریون کوونکو ته د تاوتریخوالي لارښوونې ورکول کېدې.
ایراني چارواکو امریکا او اسرائیل تورن کړي، چې هېواد ته یې «بهرني اجنټان» لېږلي، څو تاوتریخوالی راوپاروي او د پوځي ځواک د احتمالي کارونې لپاره زمینه برابره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له الجزیرې خبرې شبکې سره په مرکه کې ویلي، د لاریونونو پر وړاندې زموږ تګلاره زغم ده؛ له لاریونکوونکو سره په حوصله او ارامۍ چلند کوو او د هغوی خبرې اورو، خو د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ سیاست او تګلاره قاطع دی.
نوموړي زیاته کړې، هېڅکله به اجازه ورنه کړو، چې ترهګریز عناصر او ډلې، په ځانګړي ډول هغه چې له بهر او په ځانګړې توګه له اسرائیلو څخه ورته لارښوونه کېږي، خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
د راپورونو له مخې د لاریونونو له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۱زره تنه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

