د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سیاسي څانګې له مشرې جورجټ ګانیون سره لیدنه کړې.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې،
مېرمن روزمیري ډیکارلو په سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې له نشهیي توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلو په پرمختګونو او د راتلونکو ناستو په اړه خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارات لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بخښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناعت بخښونکي لاسته راوړنې ولري؛ نو اړینه ده، چې اړونده لوري هم کوټلي ګامونه واخلي تر څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.
دغه راز اغلې ګانیون ویلي، چې د روانې میاشتې په پای کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله مېرمن روزمیري ډیکارلو افغانستان ته سفر وکړي.
نوموړې، د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکینيو ناستو پایلې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې دې برخه ته به لا ډېر پام کېږي.
په پای کې یادونه شوې، د دې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لا ډېره شي.

