د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۱۷ تنه مجاهدین، چې د شمال زون د پینځو ولایتونو (بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب) د پولیسو د قطعاتو او جزوتامونو منسوبین وو، له عقیدوي او مسلکي زدهکړو وروسته د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډې کې د یاد مرکز قومندان شیخ محمد صابر الفت، د مرکز مرستیالانو، د پینځو ولایتونو مسولینو، علماوو او استادانو ګډون درلود.
د یاد وزارت په وینا، مسولینو د ویناوو پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې، د پولیسو پر مسولیتونو او د زده کړو پر عملي تطبیق ټینګار وکړ.

