ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عراقچي: ایران به د اروپايي پارلمان محدودیتونو ته ځواب ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اروپايي پارلمان د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې ایران به د هر ډول محدودیت ځواب ورکړي.

عراقچي په خپل ایکس لیکلي، چې له دوو کلونو راهیسې په غزه کې نسل‌وژنه روانه ده او شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان پکې شهیدان شوي، خو دغه وضعیت اروپايي پارلمان دې ته نه دی اړ کړی، چې د اسرائیلو پر وړاندې کوم عملي اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د جګړه‌ییزو جنایتونو په تور د نړیوالې جزایي محکمې له خوا تر څار لاندې دی، خو بیا هم د اروپا د هوايي حریم له لارې په ازاد ډول تګ او راتګ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، برعکس په ایران کې د څو ورځو تاوتریخوالو لاریونونه کافي و، څو اروپايي پارلمان د ایران ډیپلوماتان خپل پارلمان ته له ننوتلو منع کړي.

عراقچي ټینګار کړی، خلک ساده نه دي او په خپلو سترګو ویني چې څه روان دي.

نوموړي زیاته کړې، ایران د اروپايي ټولنې سره د دښمنۍ غوښتونکی نه دی، خو که هر ډول محدودیتونه ولګول شي، تهران به ورته متقابل ځواب ورکړي.